Language

افغانستان او ناټو د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په اړه خبرې وکړې

کابل  (پژواک، ٢٤ تله ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر د تاوتریخوالي کمولو او څار لپاره د یوه باوري میکانیزم پر رامنځته کیدلو  ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د ناټو دوامداره همکارۍ او ژمنې او د افغانستان د سولې د بهیر بریا لپاره د پونټیکورووهڅې وستایلې او مننه یې وکړه.

هغه کویټ او قطر ته د ولسمشر غني وروستيو سفرونو ته په اشارې سره ، د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بریا په تضمین کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

اتمر د تاوتریخوالي د لوړې کچې د کمولو او د تاوتریخوالي کمولو څارنې لپاره د یو معتبر میکانیزم رامنځته کولو په سمدستي اړتیا، چې په پایله کې یې اوربند وشي، ټینګار وکړ.

د ناټو ملکي سفیر پونتیکوو د تاوتریخوالي کمولو او څار لپاره د یوه معتبره میکانیزم رامنځته کېدو د ټینګار تر څنګ په دوحه کې د مذاکراتو د طرزالعمل د نهایی کیدو په وړاندې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د طرزالعمل له نهايي کولو سره سم باید مذاکرات راتلونکې مرحلې ته داخل شي، ترڅو بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو او د نورو مهمو مسایلو په اړه چې د دوامداره سولې او ثبات لامل ګرځي، تمرکز وکړي.

پونټیکوروو په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان له لاسته راوړنو څخه حفاظت، د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو څخه او د سولې له بهیر څخه د ناټو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر ناټو یو باوري ملګری وباله او په هلمند کې یې د ایتلاف ځواکونو له هوایی ملاتړ څخه مننه وکړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.