Language

د پاکستان سفير: د وېزې نوې تګلارې سره به د افغانانو ستونزې هوارې شي

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٩) : په کابل کې د پاکستان نوى سفير وايي چې افغانانو ته د وېزې د نوې پاليسۍ له مخې به ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان نوي سفيرمنصور احمد خان سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، حنيف اتمر ددې ليدنې پر مهال هیله څرګنده کړه چې د نوموړي د ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو اړیکې لازیاتې پیاوړې او پراخې شي.

هغه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

د پاکستان سفیر د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پیل په افغانستان او سیمه کې د ثبات او سولې لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې پاکستان به د افغانستان د سولې له مذاکراتو څخه چې پایله یې اوربند او دوامداره سوله وي، ملاتړ وکړي.

منصور خان د افغانانو لپاره د وېزې د ستونزو د حل په تړاو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چې د وېزې نوي پرانیستي رژیم ته په کتو به، افغانانو ته اوږدمهالې وېزې ورکړل شي او ناروغانو او ناروغ پالانو ته به هم چې پاکستان ته له خپلو ناروغانو سره د درملنې په موخه سفر کوي، آسانه شرایط په پام کې ونیول شي.

د پاکستان سفير زیاته کړه، په افغانستان کې د پاکستان په سفارت او ټولو اړوندو قونسلګریو کې دغه نوی رژیم پيل شوی او په پلي کېدوسره به یې ټولې اوسنۍ ستونزې چې افغانان د پاکستان د وېزې اخیستو برخه کې ورسره مخ دي، ژر تر ژره حل شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د وېزو د نوي رژيم د پلي کېدو په تړاو د یاد هېواد د سفیر له توضیحاتو په مننې وویل ، دا لړۍ به د دواړو هېوادونو ولسي اړیکې لازیاتې پياوړې کړي.

حنيف اتمر د دواړو هېوادونو د دولتونو ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا لپاره د شته سیاسي ارادې په هکله خبرې وکړې او هغه یې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره مهمې وګڼلې.

login or register a new account.

Related Topics