کابل (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): د افغان پوست رییس د پوست نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله روان کال د تېر کال په پرتله ۷۶ سلنه پوستي عایدات کم شوي دي.
د افغان پوست شرکت رییس احمد وحید ویس د پوست نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې نن په کاب پوهنتون کې جوړه شوې وه پژواک ته وویل، په افغانستان کې د پوست کلني عایدات تر ۵۰۰ میلیون افغانیو رسېږي چې سږ کال دغه کچه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ۱۲۰ میلیون افغانۍ ته راټيټ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د پوستو د ترلاسه کولو لپاره د ځانګړو ادرسونو نه موجودیت او ناامني د پوسته خانو پر وړاندې جدي ننګونې دي.
د هغه په خبره، اوس مهال د هېواد په کچه ۳۶۳ پوسته خانې فعالې دي چې له دې ډلې ۱۶ پوسته خانې په کابل ښار کې فعالیت لري.
هغه دغه راز زیاته کړه، د افغانستان پوسته خانې په دبۍ، دهلي او استانبول ښارونو کې فعالیت لري.
سرچینې په ډاګه کړه چې ټاکل شوې افغان پوست له هېواده بهیر افغانانو لپاره هم د برښنايي پېژندپاڼو او پاسپورت د وېش په برخه کې انلاین خدمتونه پیل کړي.
د اپرا پوستي خدمتونو د ادارې د تنظیم برد غړي صمد مصلح د یادو مراسمو پر مهال وویل، د پوست نړیواله ورځ د افغانستان په ګډون په ۹۲ هېوادونو کې لمانځل کېږي.
د نوموړي په خبره، مارکېټ ته د عرضه کوونکو لخوا د باکیفیته خدمتونو د عرضې د څرنګوالي او فعالیت څار د ماخابراتو وزارت په چوکاټ کې د اپرا ادارې اصلي دنده ده.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګونه لکه ملي او نړیوالو شرکتونو ته د پوستي جواز لېږل، د اړوند ادارو په همکارۍ د حامد کرزي په نړیوال ډګر کې د لومړۍ پوسته خانې پرانیستل، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پوست له سکتور څخه څارنه، د هغه عرضه کوونکو مخنیوی او ورسره قانوني چلند چې له جواز پرته فعالیت لري رامنځته شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP