غزني(پژواک، ۲۴ تلې ۹۹): د غزني د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د سولې تر نوم لاندې د نجونو له لوري د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوه چې په کې لسګونو نجونو برخه اخیستې وه.
د غزني اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امرې محبوبې مزاري وویل، دا سیالي يې په دې موخه ترسره کړې ترڅو وښيي چې په دغه ولایت کې له نا امنیو سره سره بیا هم نجونې داسې کارونه ترسره کولی شي او نړیوالو ته په ډاګه کړي چې افغانان سوله غوښتونکي خلک دي او باید په دې هېواد کې دوامداره سوله ټینګه شي.
دا وايي، اوس مهال يې دا سیالي یوازې دغزني ولایت نجونو ترمنځ ترسره کړه او راتلونکي کې هم غواړي چې دې سیالیو ته دوام ورکړې.
هغې زیاته کړه:"موږ غواړو راتلونکي کې دا سیالي په نورو ولایتونو کې هم ترسره کړو او نورو ولایتونو ته لاړې شو یا هم هغوى دلته راشي."
محبوبې وویل، یادو سیالیو ته يې د سولې نوم ځکه ورکړی چې اوس مهال په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي او هیله لري چې دا خبرې به نتیجه ورکړي.
د سمیې په نوم یوې نجلۍ چې په دې سیالیو کې يې برخه اخیستې وايي، خوشحاله ده چې نن يې په غزني کې د سولې په نوم د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره کړې ده.
دې وویل چې دا سیالي يې اوس مهال د اطلاعات او فرهنګ ریاست شاوخوا ترسره کړې خو که چېرته زمینه ورته برابره شې نو غواړي چې د ښار په نورو برخو کې هم ورته سیالۍ وکړي.
د هغې په وینا:"غزني کې لا هم خلک له داسې سیالیو سره نه دي مخ شوي ځکه دا یو سنتي ولایت دى، خو موږ کوښښ کوو چې دا سیالۍ په غزني کې عامې کړو او وکولی شو چې د غزني په هره برخه کې سیالۍ ترسره کړو یا هم نورو ولایتونو ته لاړې شو."
د یادې سیالۍ بلې ګډونوالې رحیمې وویل چې له ستونزو سره سره يې بیا هم دا سیالي ترسره کړه.
دا وايي، په غزني کې دغو سیالیو ته امکانات نه دي برابر شوي او هغه بایسلکونه چې دوى باید ترې ګټه واخلي نه یې لري، خو که چېرته يې په مخ کې پرتې ستونزې هوارې شې نو چمتو دي چې راتلونکي کې نورو ولایتونو ته او حتی په ځینو هېوادونو کې هم دغه سیالۍ ترسره کړي.
د یادونې ده چې دغه سیالي دوه کاله وروسته يوځل بیا په غزني ښار کې ترسره شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP