Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې ۱۲ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

 کابل(پژواک،۲۴ تله ۹۹): د کابل امنیه قومانداني د کابل ښار او ولسوالیو په کچه د جنايي جرمونو په تور د ۱۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، د کابل پولیسو د ښار او ولسوالیو اړوند بېلا بېلو سیمو کې د څو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان، د قتل، د پیسو د غلا، د موټرو د غلا، ناقانونه وسلو د لېږد رالېږد، مشروباتو، ناکامې جګړې، ټپي کولو، چل او د موبایلو د چور په تور د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، اتمې، لسمې او یوولسمې حوزو او د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

نوموړي وویل، پولیسو له نیول شوو کسانو پنځه میله کمري تومانچې او یو غلا شوی سراچه موټر ترلاسه کړي دي.

نوموړي دغه راز وویل، تېره شپه د کابل ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د پولیسو په یو لړ اوپراتیفي عملیاتو کې د ام ۱۶ وسلې ۲۰۰ شاجورونه او یو زرنج د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.