کندوز ښار (پژواک، ٢٤ تله ٩٩): د کندوز په مرکز کې د ١٤٨ ميليونه افغانيو په لګښت د کندوز مرکز او هوايي ډګر ترمنځ د دویم سړک د قیر اچولو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال وويل چې د دغه سړک د جوړېدو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه وويل چې دغه دويم سړک د نوي امنيه قوماندانۍ له ودانۍ څخه پيل او تر هوايي ډګره به ادامه ولري چې پنځه نيم کيلومتره کيږي.
والي وايي چې پر دغه سړک څه باندې ١٤٨ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د سړک د قير کېدو ترڅنګ د سولري برېښنا څراغونه، ګلدان او پلې لار هم په کې شامل دي.
هغه زياته کړه: ((باید له قرار داد سره سم د سړک کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.))
د کندوز يوه اوسېدونکي دوست محمد پژواک ته وويل چې د دغه سړک دوه طرفه کېدل ډېر مهم و.
هغه وايي: ((پر دې لاره کله نا کله ګڼه ګوڼه وي او هم د هوايي ډګر سړک دى بايد ښکلى او دوه طرفه وي.))
داسې مهال په کندوز کې د يوه سړک د جوړېدو چارې پيليږي چې اوسېدونکي يې هره ورځ په دغه ولايت کې له نا امنيو څخه شکايت کوي او وايي چې طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي دي.
login or register a new account.