کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٩) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د بریدونو زیاتیدل د افغانستان د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.
خلیلزاد تېر ماخوستن په څو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا وضعیت افغانانو او د هغوي نړیوالو او سیمه ییزو ملاتړو ته یو خبرداری دی.
هغه زياته کړې : "له طالبانو سره د جنرال میلر او زما له څو غونډو وروسته، موږ توافق وکړ چې د متحدو ایالتونو-طالبانو توافقنامې د ټولو برخو او د ټولو شویو ژمنو پلي کولو سره جدي مطابقت لپاره، اقدامات بیا سم کړو."
نوموړي ويلي، د "نویو ترتیباتو" پلي کیدل به د امریکا له خوا په فعاله توګه وڅارل شي.
هغه وویل: "دا د عملیاتو د شمېر د کمولو مانا ورکوي. اوسمهال خورا ډیر افغانان مري. له بیا سمون سره، موږ تمه لرو چې په دغه شمېر کې د پام وړ کمښت راشي."
بلخوا د طالبانو وياند ډاکټر محمد نعيم هم په ټويټر کې ليکلي چې، د شيخ عبدالحکيم په مشرۍ ددوى مذاکراتي ټيم له څو ورځو راهيسې څو ځلې د زلمي خليلزاد او جنرال ميلر سره ليدلي دي.
هغه زياته کړې، دواړو لوريو د دوحې د توافقنامې پر اهميت ټينګار وکړ او د ښه عملي کېدو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.
په تیرو څو اونیو کې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو د پیل کیدو راهیسې ډیر زیات شوی دی.
تازه پیښو کې د هلمند ولایت په مرکز او څو ولسوالیو باندې ددې ډلې پرله پسې بریدونه دوام لري.
د ملګرو ملتونو سازمان په هلمند کې د جګړې په سمدستي بندیدو باندې په ټینګار سره ویلي دي چې په دې ولایت کې نښتې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي خو تر اوسه ددغو تلفاتو په هکله کره شمیرې نشته.
login or register a new account.