Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو ته د قوماندان کوترې د تسليمېدو په اړه ضد او نقيض ادعاوې

پلخمري (پژواک، ٢٥ تله ٩٩): په بغلان ولايت کې د يوې ښځېنه قوماندانۍ کوترې طالبانو ته د تسليمدو په اړه ضد او نقيض ادعاوې شوې دي.

قوماندانه کوتره د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکې ده، څو کاله پخوا يې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه او بيا يې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده واخيسته، خو ځايي چارواکي وايي چې هغه اوسمهال رسمي دنده نه لرله او په کور ناسته وه.

د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټر کې ليکلي چې بغلان کې دسیمه ییزو پولیسوپخوانۍ ښځینه قوناندانې کوتره ددوى کسانو ته تسليم شوې ده.

خو د قوماندان کوترې نږدې خپلوان وایي وسله والو طالبانوتیره شپه دنهرین ولسوالۍ سجان په نوم کلی چې قوماندان کفترپکې ژوند کاوه نیولی دى.

ددوى په وينا، له تیرې شپې راهیسې له کوترې سره اړیکه پرې شوې خو زياتوي چې قوماندان کوترې له دې وړاندې ورته ویلي وو چې که طالبان یې پرکلي بریالي شي حیرانه ده څه وکړي .

ددوى د کورنۍ يو تن غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې قوماندان کفتر له تیرو څو کالو راهیسې نظامي دنده پرېښودې وه اوس یې له خپلو زامنو سره عادي ژوند کاوه خو له حکومته ځکه ګیله منه وه چې نظامي ملاتړ یې نه کېده.

سرچينې زياته کړې کفترې اوس مهال له یو زوی پرته نور عسکر نه لرل چې د نظامي قوت په بڼه طالبانوسره ملګري شي.

دغه سرچینه وایي طالبان د کوترې کورته ورغلي نوموړې ورته ویلي چې د عمر په لحاظ له زور او ځواکه پرېوتې پرکورناسته عادي میرمنه ده ، نه د دولت او نه هم د طالبانو مرسته کولى شي.

د بغلان ولایت دامنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت بيا وایي قوماندان کوتره کوم نظامي رسمیت نه لري هغې له تیرو اوو کالو راهیسې دنده پرېښې اوس یوه عادي میرمن ده .

هغه پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون هغه کلی چې کفتره پکې اوسیده نیولی هغې هم هلته ژوند کاوه ، نه پوهیږي چې ولې یې طالبانو د هغې دتسلیمیدو ددروغو اوازې خپرې کړې.

قوماندان کوتره چې اصلي نوم يې عايشه ده، په بغلان ولايت کې له پېژندل شوو جهادي قوماندانانو شمېرل کېده چې د شوروي له يرغل وروسته يې وسله پورته کړه او د سلګونه نارينه وسله والو مشرتوب يې پر غاړه واخيست.

قوماندان کوتره، چې شاوخوا ٧٠ کاله عمر لري، اوسمهال د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې ژوند کوي او له ٢٠ د زياتو وسله والو کسانو مشري يې پر غاړه لرله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.