Language

له څلورو مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان او ازبکستان پوله پرانستل شوه

مزار شريف (پژواک، ٢٥ تله ٩٩) :  د بلخ ولايت ځايي چارواکي وايي چې تر څلورو مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان او ازبکستان پوله پرانستل شوه.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د تلې په٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې په حيرتانو کې ددواړو هېوادونو دروازه دافغانانو پر مخ نن پرانستل شوه.

هغه زياته کړه، هغه افغانان چې د ازبکستان ويزې پخپلو پاسپورټونو کې ولري، کولى شي چې دغه هېواد ته تګ راتګ وکړي.

د نوموړي په وينا، په دوازه کې د مسافرينو د کرونا  ټسټ  هم ترسره کېږي، او که د چا د کرونا ټسټ مثبت ثابت شو، نو د قرنطين مرکز ته لېږدول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د کرونا د پراختيا او د مخنيوي په موخه دغه دروازه له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د مسافرينو پر مخ تړل شوې وه.

login or register a new account.