Language

ناټو: طالبان بايد د تاوتريخوالي کمولو په تړاو خپله ژمنه عملي کړي

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٩): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ يو ځل بيا په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار کړى او ويلي يې دي چې طالبان باید په دې اړه خپله ژمنه عملي کړي.

د ناټو سرمنشي تيره شپه پخپل ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه یې په بروکسل کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي.

هغه زياته کړې، د دوحې خبرې د سولې لپاره تر ټولو ښه فرصت وړاندې کوي، خو طالبان باید خپله ژمنه پوره کړي او د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه، چې د منلو وړ نه ده، کمه کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند ولايت په ګډون د افغانستان په ګڼ شمير سيمو کې جګړو زور اخيستى، چې له امله يې مرګ ژوبله زياته شوې او زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د بریدونو زیاتیدل د افغانستان د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.

هغه پخپل ټويټر کې په قطر کې له طالب مشرانو سره يې دليدنې پر مهال د دوحې د تړون له مخې، د بريدونو او عملياتو پر کمولو موافقه کړې ده.

login or register a new account.