Language

په بېلا بيلو امنيتي پېښو کې ١٤ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٩): د غور، پکتيا او خوست ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ١٤ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور ولايت امنيه قوماندان وحيدالله نظامى د تلې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د فيروز کوه ښار لويديځ لوري ته پر هغه فلاينګ موټر د طالبانو لخوا ځاى پر ځاى ماين چاودېدلى چې يوه حامله مېرمنه يې روغتون ته لېږدوله.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د يادې حامله مېرمنې ، نورو ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، د وسله والو په بريد کې د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ درې تنو اوسيدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي چارواکو په وينا، دغه برید تېره شپه ددغې ولسوالۍ ډيورنډ کرښې ته څېرمه د الګاډې په سټکیو کلي کې پر یوه کور شوی.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر پژواک اژانس ته وويل د وسله والو په برید کې يو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، وژل شوی کس او ټپیان ملکي خلکو دي.

عادل زیاته کړه د پېښې ځای ته د پوليسو په رسېدو سره وسله وال کسان تښتيدلي، خو وايي په اړه يې پلټنې روانې دي.

تراوسه ددې پېښې په تړاو کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې د پکتيا و لايت په څمکنيو ولسواليو کې د يوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پيښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.