کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٩): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو بیې ټيټه شوې خو د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د یادو توکو یوه پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۱۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۳۱۰ څخه ۱۴۰۰ افغانۍ او د ۵۰ کیلوګرام هندۍ بورې بیه له ۲۰۸۰ څخه ۲۲۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د یادو موادو بیه په بازار کې د تقاضا د لوړېدو له امله ډېره شوې ده.
خو د ده په خبره، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ١٧٧٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ٢٣٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٤٥٠افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانیو او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.
خو د سرو زرو بیه ټيټه شوې ده.
د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ٣٨٠٠ افغانیو ٣٧٠٠ افغانیو او د یو ګرام روسي سرو زرو بیه له ٣٢٠٠ افغانیو، ٣١٠٠ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړېدو سره تړاو لري.
د سون توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.
د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۶ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یو تن ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام مایع ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP