کابل(پژواک،۲۷ تله ۹۹): د کابل پولیس وايي چې د هوايي بلاکونو اړوند سیمه کې د پولیسو پر رېنجر موټر ماین چادونه شوې چې له امله یې یو امنیتي منسوب وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې راغلي، نن ماښام شپږ بجې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند هوايي بلاکونو په سیمه کې د پولیسو پر رېنجر موتر د چسپکي ماین چادونه شوې ده.
په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندان ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې یو امنیتي منسوب وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې د قلعه خیاط بي بي مهرو سیمې اوسېدونکي احمد فواد پژواک ته وویل، چادونه د هوايي بلاکونو په سیمه کې رامنځته شوې او اوس مهال سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په غور ولایت کې د موټر بم برید له امله ۱۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP