Language

طالبانو د وروستيو هوايي بريدونو له امله امريکا د دوحې له هوکړې پر سرغړونې تورنه کړه

کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): وسله وال طالبان وايي چې په هلمند ولایت کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

امريکايي ځواکونو تېره اوونۍ وروسته له هغه په هلمند ولايت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وکړل چې طالبانو د لښکرګاه پر ځينو سيمو بريدونه ترسره کړل.

د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ هغه مهال رسنيو ته ويلي وو چې طالبانو پر لښکرګاه ښار له بريدونو سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

خو وسله والو طالبانو د تلې په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوحې تړون له مخې امریکايي عسکر نه شي کولای له جنګي سیمې او د جنګ له وخته په نورو ځایونو کې بمبار وکړي او څوک په نښه کړي.

سرچينې زياته کړې، په تېرو ورځو کې امريکايي ځواکونه د ورځې او شپې له مخې د ډرون او نورو الوتکو پر مټ د هلمند په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په مالګیراو بند برق، د سنګین، مارجې، ناوې او نادعلي ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې بمباري کړې ده.

طالبانو ويلي چې دغه راز امريکايي ځواکونو په فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم بمبارونه کړي چې د دوحې له تړونه ښکاره او څرګند تخلف دی.

په خبرپاڼه کې راغلي،  د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې ټول محتویات څرګند دي، ولې مقابل جانب دا څویم ځل دی چې له تړون څخه سرغړونه کوي، په پاروونکو کړنو لاس پورې کوي او د جنګ له ساحې او د جنګ له جریانه پرته پر نورو سیمو کې بمباري کوي.

طالبانو ګواښ کړى چې د دې راز کړنو په تکرار سره به  د عواقبو مسوولیت امریکايي جهت ته راجع وي.

د هلمند له هوايي بريدونو وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي وو چې طالبان بايد ژر تر ژره په هلمند او نورو سيمو کې بريدونه ودروي.

هغه زياته کړې وه چې دغه بريدونه د دوحې د تړون خلاف دي او د سولې پروسې ته زيان رسوي.

 

login or register a new account.