زرنج (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): د نیمروز امنیه قومانداني له ۱۴۰ کیلوګرام بېلابېل ډول نشته یې توکو د کشف او ترلاسه کولو او ورسره په تړاو د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې د نښتې پر مهال یو قاچاقبر وژل شوی هم دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چی د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره شپه ناوخته د زرنج ښار په شمال کې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال ۴۳ کیلوګرامه هیرویین، ۳۷ کیلوګرامه تریاک، ۶۰ کیلوګرامه مت امیفتامین او د کافین په نوم دوه کیلو جامد کيمیاوي توکي چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچینه لیکي چې د قاچاق کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته هم شوې چې په پایله کې یې یو قاچاقبر وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې لیکلي چې له قاچاقبرانو یو کلاشینکوف، درې شاجورونه، ۴۳ مرمۍ، یو د خوست نمبر پلېټ کرولا موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP