Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​کندوز کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه بريد کې اته سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په دهقان قشلاق سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو پر ګډې پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې شپږ پاڅون کوونکي او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې طالبانو د يادې پوستې ټول وسايل او جنګي تجهيزات له ځان سره وړي دي.

ده زياته کړه: ((وړاندې له دې چې کومکي سرتېري ور ورسېږي، د طالبانو بريد پاى ته رسېدلى و او له سيمې بېرته تللي وو.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د امام صاحب په دهقان قشلاق کې پر امنیتي پوسته بريد شوى او اته سرتېري په کې وژل شوي دي.

خو په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په ارباب خليل، دوبلوله او د هقان قشلاق سيمو کې بريدونه کړي چې پر شا تمبول شوي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې په يادو جګړو کې ١٤ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په خبرپاڼه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په دهقان قشلاق سيمه کې د حکومتي سرتېرو پر پوستې بريد کړى دى.

مجاهد وايي چې په دغه بريد کې د قوماندان سيفي په ګډون اته حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.