Language

خليلزاد: د امتياز اخیستو لپاره د تاوتريخوالي زياتول ډېر خطرناک دي

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمی خليلزاد وایي، د مذاکراتو پر مېز د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول ډېر ګواښوونکی دی.

هغه زياته کړې، دغه ډول چلند کولای شي د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا تکرار کړي.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د هلمند د جګړو له امله د امريکا او طالبانو ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

وسله والو طالبانو د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د هلمند پر مرکز او نږدې ولسواليو بريدونه وکړل چې له امله يې د مرګ ژوبلې ترڅنګ زرګونه کورنۍ بېځايه شوې.

امريکايي ځواکونو د هلمند بريدونو له امله طالبان د دوحې له تړونه پر سرغړونې تورن کړل او د دغو بريدونو پر مهال امريکايي ځواکونو پر وسله والو طالبانو بريدونه وکړل چې بيا پرون طالبانو د دغو هوايي بريدونو په تړاو تند غبرګون وښود او امريکا يې له دوی سره د تړون پر سرغړونې تورنه کړه.

زلمي خليلزاد تېره شپه ناوخته د دغو ناندريو په تړاو په ټويټر کې ليکلي: "موږ باید د مذاکره شوو مندرجاتو او د وروستي‌ پوهاوي ټکو او محتوا ته ژمن پاتي شو؛ ځکه دا د افغان وژنې کمولو او د سولې د تاریخي فرصت د ساتلو لار ده او باید له لاسه ونه وځي."

هغه زياته کړې، د سرغړونو بې بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې سولې ته پرمختیا نه ورکوي، د دې پر ځای یې باید دواړه لوري په جدي توګه د دوحې تړون او د متحدو ایالتونو- افغانستان ګډې اعلامیې د ټولو موادو متابعت وکړي او د تدریجي اورکم لپاره ژمنې له پامه ونه غورځوي.

د امريکا ځانګړي استازي ويلي، د تاوتریخوالي لوړه کچه کولاى شي د سولې بهیر، تړون او دغه اساسي پوهاوی وګواښوي؛ په داسې حال کې چې پوځي حل شتون نه لري.

د خليلزاد په وينا، د پام وړ اورکم د اړتیا لپاره د وروستي بیا تايید سربېره، په افغانستان کې تاوتریخوالی په بوږنوونکي کچه لوړ پاتې دی.

دى وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون په هلمند کې د طالبانو د بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو د بریدونو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او ايتلافي ځواکونو د بریدونو په هکله د طالبانو د شکایتونو په لړ کې په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوه.‌

هغه زياته کړې، ټولو خواوو توافق وکړ چې بریدونه او بمبارۍ به کموي او تاوتریخوالی او مرګ ژوبله به کموي. دی وایي، که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی لږ شوی، خو په عمومي توګه په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر دی.‌

دى وايي: "زموږ تمه وه او اوس هم دا ده چې تاوتریخوالی کېږي او کم پاتې‌ کېږي."

login or register a new account.