کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ميدان وردګو ولايت د کوټي عشرو په کمپ کې د بند پاتې سرتېرو ستونزه هواره شوه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تلې په ٢٨مه په يوه لنډه خبرپاڼه کې ويلي چې د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې یې د هغو ټپي سرتېرو ستونزه هواره کړه چې وسله والو طالبانو کلابند کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې کومانډو سرتېرو تېره شپه هلته عمليات کړي چې په پايله کې يې وسله والو مخالفيو ته مرګ ژوبله اړولې، د پوستې شاوخوا ټولې سيمې له طالبانو پاکې شوې او ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې ياد کمپ ته وسلې او خواړه هم رسول شوي دي.
دا په داسې حال کې چې پرون په ټولنيزو رسنیو کې د ياد کمپ د سرتېرو يوه ویډيو خپره شوې وه، په دې ويډيو کې د ياد کمپ قوماندان عبدالجبار وايي، طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دوی پر پوسته موټربم برید وکړ او څلور سرتېري یې ټپیان شول.
هغه زیاتوي، پر دوی د برید څلور ورځې تېرې شوې، خو لا هم مرسته ورسره نه ده شوې او نه یې هم ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي؛ ځکه دوه ځلې چورلکې مرستې ته ورغلې، خو د طالبانو د ډزو له امله نه دي توانېدلې ناسته وکړي.
عبدالجبار له ولسمشر مرسته غواړي او وايي: "موږ اوبه او ډوډۍ نه لرو، خو د دښمن مقابل کې د جګړې روحیه لرو."
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا يوه ويډيو خپره شوې چې د دغه کمپ ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول کېږي.
د دغه وزارت له خوا په يوه بله خپره شوې ويډيو کې د ياد کمپ سرتېري وايي چې تېره شپه ملي ځواکونو هلته عمليات کړي، شپږ وسله وال يې وژلي او پر لاره يې ګڼ شمېر ماينونه شنډ کړي دي.
له دغو سرتېرو څخه يوه يې وايي چې ستونزې يې هوارې شوې، وسلې، اعاشه ورته رسېدلي او په سيمه کې وضعيت نورمال شوى دى.
login or register a new account.