کابل (پژواک، ٢۸ تله ٩٩): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په درې ورځني سفر پاکستان ته روان شو.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٢۸مه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د پاکستاني مقاماتو په رسمي بلنه، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې روان بهير په هدف ترسره کېږي.
سرچينې زياته کړې، حکمتیار به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير، د ملي شورا له مشر او يو شمېر مشهورو ژورنالېستانو سره وګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې حکمتيار به د دغه سفر په جريان کې يو تحقيقاتي مرکز ته وينا هم وکړي.
بلخوا افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټويټر کې ليکلي چې حکمتيار به د نورو ترڅنګ د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره هم وګوري.
د يادونې ده، له دې مخکې هم حکمتيار د افغانستان له يو شمېر نورو سياستوالو سره پر افغان سولې په يوه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللى و.
login or register a new account.