Language

​د ناټو د دفاع وزیران پر افغان ماموريت او د سولې پر پروسې خبرې کوي

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان پر ماموريت او سولې پروسې هم خبرې وشي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر د تلې په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده، د سازمان د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د ويډيو له لارې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پيل شي.

سرچينې زياته کړه چې په دې غونډه کې به د دفاع وزيران د سازمان اړوند دفاعي موضوعاتو باندې بحثونه وکړي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې د دفاع وزيرانو په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به په عراق او افغانستان کې د سازمان ماموريتونه هم و ارزول شي.

سرچينې ويلي، د دفاع وزيران به له افغانستانه د سازمان د همکاريو پر دوام، د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې پر ملاتړ هم يو ځل بيا ټينګار کوي.

ناټو ويلي چې دوى له افغان امنيتي ځواکونو سره د پوځي او مالي ملاتړ ترڅنګ له افغانستان او افغانانو سره خپلو اوږودمهاله همکاريو ته هم دوام ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics