Language

برېتانيا له افغان ملي ځواکونو سره د نږدې اووه ميليارده افغانيو مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ٢۹ تله ٩٩): برېتانيا په افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه له افغان ملي ځواکونو سره د نږدې اووه ميليارده افغانيو مرستې اعلان کړى دى.

په کابل کې د برېتانيا سفارت له خوا د تلې په ٢٠مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اعلان پرون په بروکسل کې د ناټو سازمان په هغې غونډه کې وشو چې د افغان ملي ځواکونو د مالي مرستې په موخه جوړه شوې وه.

سرچينې زياته کړه چې د دوى استازي د ناټو په غونډه کې له افغان ملي ځواکونو سره د ٧٠ ميليونه پوڼده چې نږدې اووه ميليارده افغانۍ کېږي، مرسته اعلان کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورو مرسته کوونکو هېوادونو ترڅنګ د برېتانيا مرسته  به په مالي، تخنيکي او تخصصي برخو کې د افغان دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او دوى به لا پياوړي کړي څو په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.

د يادونې ده، د ناټو په پرونۍ غونډه کې د افغانستان له ملي ځواکونو سره تر ٢٠٢٤ کاله پورې د مالي مرستې ژمنه وشوه.

د برېتانيا سفارت وايي، په دوحه کې له بين الافغاني مذاکراتو سره سره په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.

سرچينې زياته کړې: ((موږ په هلمند او نورو سيمو کې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي زياتول غندو چې له امله يې د مرګ ژوبلې ترڅنګ زرګونه کورنۍ بېکوره شوې دي.))

برېتانيا د بېړني اوربند او تاوتريخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.