Language

حکمتیار په اسلام اباد کې : پاکستان افغان سولې پروسه کې مهم رول لوبوي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۹) :  د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې افغان حکومت د سولې پلوی نه دی او د جګړې دوام غواړي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته د سفر پر مهال د تلې په ۲۹مه، په یوې خبري ناسته کې وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده او له وتلو پرته بله چاره نه لري.

هغه په دوحه کې د سولې پر روانو خبرو اترو هم نیوکه کړې ده او وايي چې دا بهیر یوازې د ارګ ډلې او طالبانو ترمنځ ده.

حکمتیار وایي :« په دوحه کې اوسني مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو ترمنځ دي او د ټولو افغانانو مذاکرات نه دي؛ ځکه چې په دغو مذاکراتو کې یو ډېر شمېر سیاسي ګوندونه شریک نه دي. موږ نه یو. اړتیا ده چې یوه اجماع رامنځته شي او له هغې وروسته له واحد نظر سره مذاکرتې ته داخل شي.»

حکمتیار ادعا وکړه، چې افغان حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، تر هغې چې ټول بهرنیان له افغانستانه ونه وځي په دغه هېواد کې به سوله ټینګه نه شي.

حکمتیار زیاته کړه: «سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د زمینې برابرولو برخه کې مهم رول درلود او له دغه بهیره خپل ملاتړ ته ژمن دی.»
د یادونې وړ ده، چې حکمتیار پاکستان ته د سفر په لړ کې له ډېرو جګپوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي له هغې ډلې ولسمشر ډاکټر عارف علوي،  د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.