Language

دولت او طالبانو د تماس ګروپونو پر اختلافي موضوعاتو خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ٩٩): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د تماس ګروپونو ترمنځ پر اختلافي موضوعاتو يو ځل بيا ناسته وشوه.

د دولتي پلاوي غړي او وياند نادر نادري تېره شپه ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي او د طالبانو د تماس ډلو څو غړو ترمنځ ناسته وشوه.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د اختلافي مواردو پر حل بحث وشو او د همدغه هدف لپاره به ناستې دوام لري.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم هم په ټويټر کې ليکلي چې په دې ناسته کې له دواړو ډلو درې درې غړو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړې، په دې ناسته کې بيا هم پر اختلافي ټکو بحث او د ناستو پر دوام ټينګار وشو، څو د طرزالعملونو په اړه څومره چې زر کېدای شي، نهايي تفاهم رامنځته شي.

نوموړي دغه راز ويلي چې  د دوى د قطر دفتر رييس ملا برادر اخند د قطر د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د دوحې د توافقنامې پر بشپړې عملي کېدو، بين الافغاني مذاکراتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

login or register a new account.