Language

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر له ١٥ سوو واوښته

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٤١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤۰۵۱۰ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ٣٠ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٦٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٤١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤۰۵۱۰ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٠٥ کسان په هرات، اته په بلخ، اته په تخار، اووه په کندوز، شپږ په بلخ، دوه-دوه په کندهار، پکتيا او زابل او يو هم په باميان کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۸۲۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٥٠١ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.

هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج رامنځته شي، نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.