تالقان (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر او څلور نور پوليس وژل شوي دي.
د تخار د والي وياند جواد هجري د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهارک او خواجه غار په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړو کې د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر رازمحمد دوراندېش په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP