کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې په افغانستان کې روان تاوتريخوالي د سولې رامنځته شوي فرصت ته ګواښ رامنځته کړى دی.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې پر افغان پوځ او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي.
جنرال مېلر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پر يو شمېر ولايتونو د طالبانو بريدونه زيات شوي او د دې ترڅنګ یې ګڼ شمېر موټربم ځانمرګي بريدونه هم کړي دي.
دغه راز نن په تخار ولايت کې لسګونو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم ورکړل دى.
د ناټو قوماندان وايي، په دوحه کې له طالبانو سره د دوی د سرتېرو وتلو هوکړه مشروطه ده او زیاتوي، د جګړې د دوام او په افغانستان کې د دولت د پرځولو انتظار باید ونه شي.
ده زياته کړې: "تاوتریخوالی له حده ډېر دی، موږ تل ویلي چې ښکېلې غاړې دې تاوتریخوالی کم کړي، یو لوری دغه کار نه شي کولی، باید ټولې خواوې دغه کار وکړي. "
د هغه په خبره، دا تاوتریخوالی باید دومره لږ شي چې د مدیریت وړ وي.
د ناټو قوماندان ويلي: "موږ پوهېږو چې دغه کار شونی دی؛ ځکه موږ د فبرورۍ په ۲۲مه او ۲۹مه ولیدل چې تاوتریخوالی ونه درېد خو کچه یې ډېره ټیټه شوه، تر دې چې افغانانو ته یې چانس ورکړ چې هیله من شي، موږ دا هیله په دواړو اخترونو کې اوربند او د تاوتریخوالي کمېدو کې ښه ولیده. "
login or register a new account.