کندهار (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د هاموې موټر په وسیله برید شوی دی.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې رامنځته شوې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن صادق عیسی پژواک ته پېښه تاييد کړه خو ويې ویل، هاموې موټر هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه شوی او چاودنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې د ملي اردو د قرارګاه د قراول دوه سرتېري برسېرن ټپیان شوي او نور یې چا ته زیان نه دی اړولی.
خو ځینې سرچینې بیا په دې سیمه کې د دوو موټربم بریدونو خبره کوي چې یو یې د مازدا موټر په وسیله شوی دی.
سرچینې دا هم وايي چې د موټر بمونو له بریدونو وروسته د دواړو لورو ترمنځ جګړه هم شوې ده چې د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او د ویډیو په خپرولو یې ویلي چې په دغه برید کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کندهار کې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.
دې ډلې د خپل تاکتیک په بدلولو اوس پر امنیتي پوستو د موټربمونو په وسیله بریدونو ته زور ورکړی دی.
شاولیکوټ ولسوالي له کندهار ښاره ۴۰ کیلومتره واټن لري چې د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له خوا پر دولتي پوستو او مرکزونو د موټربم بريدونه زيات شوي دي.
login or register a new account.