ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر مدرسې د بمبار له امله ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تخار کې پر مدرسې د بمبار له امله ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Oct 2020 - 11:08
تخار کې پر مدرسې د بمبار له امله ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Oct 2020 - 11:08

تالقان (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٩): د تخار حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې پر يوې مدرسې د هوايي بريدونو له امله ١٢ کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته هوايي ځواکونو د مرکز اړوند د هزاره قشلاق په قلبرس سيمه کې پر مدرسې بمبار کړى دى.

هغه وايي: ((هوايي ځواکونو د تېروتنې له امله پر دغې مدرسې بمبار کړى دى.))

هجري زياتوي چې په دغه بريد کې د نجونو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د تخار د ولايتي روغتون آمر حفيظ الله صافي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه ١٢ جسدونه او ١٤ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د ملي دفاع وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر په ګډون ٤١ سرتېري وژل شوي وو او اته نور ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.