کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): امرالله صالح وايي، ډېر ژر به په کابل کې د بې جوازه ودانیو نوملړ اعلان، د غلا شوو وسایطو د پیداکولو لپاره به له ښاره بېرون موټر پلورنځي کلابند او بې اسناده موټر به مصادره شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د تلې میاشتې له ۲۶ مې ڼېټې وروسته یې د کابل امنیت پر غاړه اخیستی، نن د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره پر خپله فېسبوک پاڼه پنځم تصمیم اعلان کړی دی.
د نوموړي په خبره، د قره باغ ولسوالۍ او پروان ولايت په موټر پلورنځیو کې تر ډېره هغه موټر موجود دي چې له کابله غلا شوي او د رنګ له تغییر وروسته هلته پلورل کېږي.
هغه لیکلي: ((ډېر ژر به ګډه کاري ډله له کابل بهر موټر پلورنځي کلابند او له هر موټره به څو لایې رنګونه لرې کړي څو د غلا شوو موټرو په تړاو شته راپورونه ښکاره شي.))
هغه د ویجاړو شوو ودانیو مالکانو ته وخت ورکړی چې سیمه له اشغالو پاکه کړي له دې پرته به یې فلزات او مواد انتقال او د انتقال لګښت به یې له لیلام څخه ترلاسه کړي.
د امرالله صالح په خبره، له قانونه د هغو تښتېدونکو نوملړ چې د امنیتي تړون پروګرام له ډاره پټ یا تښېدلي دي د ګذر له ټولو وکیلانو سره شریک او ټینګار شوی چې د ګذر وکیلان یوازې د نرمو کارونو په ترسره کولو نه دي مکلف، بلکې اوس باید پر مجرمينو د ساحې د تنګېدو په برخه کې د پام وړ رول ولري.
نوموړي له جزيیاتو پرته د خلکو له خوا د جوړ شوي نوملړ په اساس د لسګونو کسانو د نیولو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د بې اسنادو موټرو تګ راتګ ۹۰ سلنه کم شوی، خو کافي نه دی.
نوموړي خلکو ته په خطاب کې یادونه کړې: ((که په خپلو بې اسناده موټرو کې سفر کوئ د مصادرې زیان یې خپله قبلوئ. خلک امنیت غواړي او بې اسناده موټر د جرمونو د ډېروالي یو لامل دی.))
نوموړي د ښاروالۍ له خوا د غصب شوو سیمو د تخریب پر پیاوړتیا ټينګار کړی او ویلي یې دي، کابل ښاروالۍ د ټولو هغو ودانیو نوملړ برابر کړی چې له اجازې پرته جوړېدې او یاد نوملړ به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
صالح لیکلي: ((ټولو ته ګواښ کېږي چې یا توقف وکړي او یا جزايي اجرااتو ته په تمه شي. هغه ودانۍ چې له اجازې پرته بشپړې شوې باید د کابینې د پرېکړې مطابق په نږدې راتلونکي کې جریمه ورکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ځينو خلکو او د ملي شورا غړو امرالله صالح ته د کابل ښار د امنیت پر سپارلو نیوکه کوي او وايي، د امنیتي تړون پروګرام په ټولیز ډول د امنیت ستونزه نه شي حلولای.
کورنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۲۴ مه د «امنیتي تړون پروګرام» د جوړېدو اعلان وکړ او موخه یې د خلکو د منظمېدو له لارې د جرمونو پر وړاندې مبارزه او د ښه امنیت ټینګښت بللې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP