Language

په کندهار کې د ناټو دوه رومانيايي سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه، ٩٩) : په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ناټو دوه رومانيايي سرتېري ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا د لړم په لومړۍ نېټه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه پرون د کندهار ولايت په مربوطاتو کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې رومانيايي سرتېري په خپله ساحه کې پر ګزمې بوخت وو، چې يو ماين پرې چاودېدلى او دوه سرتېري يې ټپيان کړي دي.

که څه هم ناټو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو کندهار کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د کندهار د دامان ولسوالۍ په خوشاب سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله يې دوه رومانیایي سرتېري ټپیان شوي دي.

رومانيا په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ٧٠٠ سرتېري لري چې په کندهار او کابل ولايتونو کې مېشت دي.

د يادونې ده چې په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تر تړون وروسته دا لومړۍ چاودنه ده، چې پر ناټو سرتېرو کېږي.

login or register a new account.

Related Topics