کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹) : د مخابراتي شبکو د کنټرول اداره ( اترا) وایي چې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به ډېر ژر د (پابجي) ګېم په اړه پرېکړه وکړي.
اترا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د خلکو د شکایتونو په رڼا کې له اترا ادارې غوښتي چې دا ګېم بند کړي.
د ولسي جرګې د مواصلاتو کمېسیون ویلي چې په دې اړه د موکلینو او هېوادوالو له خوا ورته ګڼ شمېر شکایتونه راغلي او له اترا یې غوښتي چې د هېواد د نافذه قوانینو له خوا ددې ګېم د بندولو په اړه په اووه ورځو کې ورته ځواب ورکړي.
ولسي جرګې د مواصلاتو کمېسیون یو مکتوب چې د جرګې ددارالانشاء کمېسیون له خوا د روان لمریز کال د وږي په ۲۷مه نېټه د پارلماني چارو وزارت په نوم استول شوی په دغه مکتوب کې راغلي، چې د انټرنیټ د (پابجی) ګېم په دې وروستیو کې په ځوانانو کې ډېره مرج شوى او د هغوی د وخت دضیاع او بې لارې توب لامل ګرځي.
د پارلماني چارو وزارت مرستیال سید علي کاظمي پژواک اژانس ته ومنله چې د ولسي جرګې له خوا دغه ډول یو مکتوب یې ترلاسه کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې دوی د تلې د میاشتې په ۲۷مه، په دې اړه د اترا ادارې ته د یومکتوب له لارې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون پرېکړه رسولې ده.
د اترا ادارې ویاند سعید شینواري پژواک اژانس ته وویل چې اترا ته قانون دا صلاحیت ورکړی چې د ځوانانو بې لارې کولو، د ترهګرۍ او د فحاشۍ اړونده نور سایټونه وتړي.
نوموړي زیاته کړه چې ددوی په سپارښتنه تراوسه په هېواد کې د فحاشۍ د خپرولو ۱۰۰ سایټونه تړل شوي دي.
د شینواري په وینا، ټولو مخابراتي شرکتونو ته مو خبرداری ورکړی چې د فحاشۍ یاد سایټونه خلاص نه کړي او که چا سرغړونه وکړه، نو قانوني برخورد به ورسره وشي.
د اترا ویاند وایي چې د پابجی په تړاو دوی ته هم شکایتونه شوي وو او ډېر ژر به په دې اړه د ادارې د بورډ له خوا وروستۍ پرېکړه هېوادوالو ته اعلان شي.
د پابجي انټرنیټي ګیم په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې بازار ته راوتلی او ډېری زده کوونکي، ځوانان او محصلین پرې روږدي شوي، په دې ګیم کې ویل کیږي چې اسلامي او دیني مقدساتو ته هم سپکاوی شوی او په کې ټول جنګونه او وژنې دې چې د ځوانانو ذهنونه خرابوي.
د شرف الدین عظیمي په نامه یو تن روان شناس وایي چې ګېمونه د ماشومانو د ذهنونو پرمختګ کې ګټه کوي چې ډېر زیات کارول یې بیا زیانونه رسوي.
login or register a new account.