Language

حکومت: طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ١٨٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ١٨٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 د کورنيو چارو وزارت يوه خبرپاڼه کې چې نن د دغه وزارت د وياند طارق ارين پر فېسبوک پاڼه خپره  شوې ده، راغلي چې په تېره اوونۍ کې طالبانو ۳۵۶ يرغليز خوځښتونه درلودل.

هغه زياته کړې چې په دې موده کې طالبانو د دوو ځانمرګو او ۵۲ ماین چاودنو له امله زموږ ۵۱ ملکي هېوادوال وژلي او ۱۳۷ نور يې  ټپيان دي.

د ارين په وينا، د دغو بریدونو په ځواب کې د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې ۴۰۳ طالبان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په هېواد کې د نا امنيو پېښې زياتې شوې دي، په تېرو څو ورځو کې په تخار، نيمروز او ځينو نورو ولايتونو کې سلګونو ملکي وګړو، امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.