کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د تورو پیسو سپیناوي او له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادارې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس پرېکړه کړې چې د تېر په څېر به پاکستان په "خړ" لېست کې پاتې وي.
د دې نړيوالې ادارې درې ورځنۍ انلاين غونډه چې څو ورځې مخکې په فرانسه کې پيل شوې وه، پرون پاى ته ورسېده.
د اى اېف ټي اېف مشر مارکس پليیر له يادې غونډې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې پاکستان د دوى له ۲۷ څخه ۲۱ يې عملي کړی، خو په خبره یې موضوع دلته نه ختمېږي، بلکې نور فعالیت ته هم اړتیا ده.
سرچينې زياته کړې پاکستان ته د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې وخت ورکړل شوی چې ټول وړاندیزونه عملي کړي.
په غونډه کې پرېکړه شوې چې ایران او شمالي کوریا به د تېر په څېر په تور نوملړ کې وساتل شي او د ادارې د وړاندیزونو له عملي کولو وروسته به ایسلنډ او منګولیا له خړ لېسته و ایستل شي.
په غونډه کې هغه اقدامات وڅېړل شول چې پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو مخنیوي لپاره کړي دي.
مارکس پلیير خبریالانو ته ویلي، څو چې پاکستان پاتې شپږ وړاندیزونه عملي نه کړي د دغه هېواد درجه نه بدلېږي او په تور لېست کې د شاملېدو خطر به لا هم ولري.
د پاکستان نوم د ۲۰۱۸ کال په جون کې په خړ نوملړ کې شامل شو او د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر پورې دغه هېواد ته وخت ورکړل شو چې اړین ګامونه پورته کړي. وروسته د څلورو نورو میاشتو لپاره دا موده وغځول شوه.
پاکستاني چارواکو دې ادارې ته ډاډ ورکړی و چې په ورکړل شوې موده کې به اړین قانوني اقدامات وکړي او د پلي کولو لپاره به یې ګټور نظام رامنځته کړي.
اېف اې ټي اېف یوه بین الحکومتي اداره او په ۱۹۸۹ کال کې رامنځته شوې ده.
د دې ادارې بنسټیز هدف د تورو پیسو سپینولو، ترهګرۍ او له دغه ډول نورو خطرونو د نړیوال اقتصادي نظام خوندي ساتل دي. دغه اداره د دغه هدف لپاره قانوني، انظباطي او عملي اقدامات کوي.
دغه تنظیم ۳۵ غړي لري چې امریکا، برېتانیا، چین او هند هم په کې شامل دی، خو پاکستان د دغه تنظیم غړیتوب نه لري.
login or register a new account.