کابل/ زرنج (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د محافظت عامې ملي تصدي وايي چې وسله والو طالبانو په نيمروز ولايت کې د کمال خان بند شپږ ساتونکي وژلي دي.
د کمال خان بند د نيمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعيت لري او کارونه يې د بشپړېدو په حال کې دي.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ وياند ضياء ودان د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا درې بجې د کمال خان بند د ساتنې د قلعه فتح پر پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې شپږو ساتونکو ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور يې ټپيان شوي دي.
دى وايي چې وسله والو طالبانو د ټولو تعهداتو خلاف پر ملي پروژو او عامه شتمنيو بريدونه پيل کړي دي، دوی عملاً د وطن او د عامه بنسټونو ورانولو ته مخه کړې او له ملت سره يې مخامخ دښمني پيل کړې ده.
له تېرو څو کلونو راهيسې چې د دغه بند جوړولو چارې پيل شوې، په بريدونو کې د دغه بند لسګونو ساتونکو او انجينرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ويلي چې دغه بند د هلمند پر سیند جوړېږي او له بشپړېدو وروسته به په درېيو ولسوالیو کې ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي او دغه راز به د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابري کړي.
سرچينې زياته کړې، همدا راز ټاکل شوې ده چې دغه بند په لومړي پړاو کې ۹ میګاواټه برېښنا تولید کړي او ۵۲ ميلیون متر مکعب اوبه به په کې زېرمه شي.
د اوبو د تنظيم اداره وايي، د کمال خان بند په بشپړېدو به لږ تر لږه یو ميلیون افغانانو ته په یو نه یو ډول ګټه ورسوي. یو شمېر خلکو ته به کار پیدا شي، نوې کرنیزې ځمکې به خړوبې شي او د ګڼو کروندګرو عاید به زیات شي.
login or register a new account.