کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۹): مشرانو جرګې مطلوبې پایلې ته تر رسېدو پورې د سولې خبرو پر بهیر د ټینګار ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره پر خپلو ژمنو دې بیاکتنه وکړي؛ ځکه یاده ډله اوس هم د قطر تړون خلاف تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې پر طالبانو نیوکه وکړه چې خپلې ژمنې یې ماتې کړې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له مذاکراتي ټېم یې غوښتي چې په بشپړ زغم د سولې خبرې تر مطلوبو پایلو ورسوي.
هغه له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له امریکا وغوښتل چې له طالبانو سره خپلو ژمنو ته دې بیاکتنه وکړي؛ ځکه یاده ډله لا هم د قطر تړون خلاف تاوتریخوالی کوي او له ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.
مسلمیار زیاته کړه: ((له طالبانو سره د امریکا د ژمنو پر اساس، افغان حکومت نرمښت ښودلی او طالب بندیان یې خوشي کړل، اوس باید دغه هېواد له کابل سره د شته امنیتي تړون پر اساس په هېواد کې د روان وضعیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي او یا د پردې تر شا تصمیم ونه نیسي، له دې پرته به یې خیانت په تاریخ کې ثبت او نړیوال باور به یې زیانمن شي.))
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم وویل، په دوحه کې د سولې پر خبرو سربېره طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې ته زور ورکړی او نظامي او ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، په کابل کې د کوثر دانش ښوونیز مرکز کې یوازي د تېرې ورځې په پېښه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی وايي، طالبان تر اوسه هم له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید طالبانو ته بیاکتنه وکړي.
د مشرانو جرګې رییس په تخار کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله د پوښتنې وړ وبلله او ویې ویل، کورنیو چارو وزارت دې په دې برخه کې لازمې څېړنې وکړي او یادو سرتېرو او خلکو ته د مرګ ژوبلې د څرنګوالي په اړه دې معلومات شریک کړي.
هغه دغه راز د کوثر ښوونیز مرکز پر زده کوونکو برید د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف وباله او د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې د غم شریکی ترڅنګ وویل، د علم او پوهې دښمنان د دغه ډول بشر ضد جنایتونو په ترسره کولو ځان د تاریخ شرمنده کړ.
دا په داسې حال کې ده چې پر کوثر ښوونیز مرکز د جمعې ورځې پر ځانمرګي برید کې چې مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP