ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس: د هغې ډلې دوه کسان یې وژلي چې د پکتیا ولايتي شورا مرستيال یې ترور کړی و

پوليس: د هغې ډلې دوه کسان یې وژلي چې د پکتیا ولايتي شورا مرستيال یې ترور کړی و

author avatar
25 Oct 2020 - 17:14
پوليس: د هغې ډلې دوه کسان یې وژلي چې د پکتیا ولايتي شورا مرستيال یې ترور کړی و
author avatar
25 Oct 2020 - 17:14

ګردېز (پژواک، ۴ لړم ۹۹): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د هغې ډلې دوه کسان یې وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی چې د دغه ولايت ولايتي شورا غړي یې ترورول.

د پکتيا ولايت سرپرست امنيه قوماندان لطف الله کامران وايي چې د وسله والو طالبانو د هغې ډلې دوه کسان يې وژلي او يو بل يې ژوندی نيولی چې تېره مياشت يې د ولايتي شورا مرستيال او ۱۳ نور کسان په هدفي وژنو کې وژلي دي.

د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال شاوخوا يوه مياشت وړاندې په ګردېز ښار کې و وژل شو.

کامران پژواک ته وويل چې د دې ډلې کسانو نن په ګردېز کې د پاسپورټ ادارې يو پوليس هم وواژه او له سيمې له تښتېدو وروسته د ښاري کمربند پوستو د پوليسو له خوا محاصره شول.

نوموړي زياته کړه چې له دې ډلې دوه تنه په مخامخ جګړه کې ووژل شول او يو بل يې له بې غږه تومانچې او دوه ميله نورې وسلې سره نيول شوی دی.

د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی د يادې ډلې پر له منځه تلو خوښي ښيي او وايي چې ورته نورې ډلې هم بايد تعقيب او د ناوړه چارو مخه يې ونيول شي.

ځاځي وويل: ((ترهګرو هر وخت د دغه وطن د خير، ښېګڼې کسان وژلي او لا يې هم دا لړۍ جاري ساتلې ده؛ موږ له ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو غواړو چې داسې کسان نور هم جدي تعقيب کړي؛ ځکه دا ډول نور خلک هم شتهدي.))

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.

دغه راز پکتيا کې د ملي امنيت ادارې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ملي امنيت ځواکونو لس هغه کسان نيولي چې په دغه ولايت کې به يې هدفي وژنې ترسره کولې.

د يادونې ده چې په تېرو څلورو مياشتو کې په ګردېز کې د نورو بريدونو سربېره هدفي وژنې هم زياتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.