Language

“د افغانستان هوايي ځواک د شپې له خوا هم خپل اهداف په نښه کولى شي”

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): د افغانستان د هوايي قول اردو قوماندان وايي چې هوايي ځواک يې د شپې له خوا هم وسله وال مخالفين په نښه کولى شي.

له ارګه د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هوايي قول اردو قوماندان ډګر جنرال فهيم رامين دا څرګندونې تېره ورځ ناوخته په هغې غونډه کې وکړې چې په کې ولسمشر اشرف غني، د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او نورو ملکي او نظامي چارواکو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو پرون له هوايي قول اردو ليدنه وکړه او د دې قول اردو له مسوولينو سره يې وليدل.

ډګر جنرال فهیم رامین ولسمشر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هوایي قواوو قول اردو د وروستیو قربانيانو جنازو ته د ولسمشر له درناوي مننه وکړه، ویې ویل، جنګ هنر، تاکتیک او نوښت دی او دوى پر خپلو نوښتونو د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفينو ملا ماته کړې ده.

هغه زياته کړه، اوس د افغانستان هوایي قواوې کولی شي د شپې هم اهداف په نښه کړي او د افغانستان دښمنان په تیاره کې تر پوښښ لاندې راولي.

جنرال رامين وايي: "په ټول قوت د افغانستان د ۱۹ کلونو لاسته راوړنو او نظام ساتنه کوو، موږ نظم او قوت لرو او دښمن ته مو پیغام دا دی چې له نظامي لارې به هېڅکله هم بریالي نه شي."

ولسمشر اشرف غني د هوایي قواوو قول اردو او د کابل او ولایتونو د وروستیو پېښو د قربانيانو روح ته دعا وکړه، ويې ویل، ستاسو غم د ټول افغانستان غم دی او د حکومت د رهبرۍ ژمنه دا ده چې د قربانيانو کورنیو ته به پاملرنه کېږي.

هغه د هوایي ځواک د ظرفیت ستاینه وکړه، ويې ویل، تاسو اوس د حکومت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ لرئ او هغه ظرفیتونه چې پخوا نه وو، اوس رامنځته شوي دي.

ولسمشر وايي: "د دښمنانو پر وړاندې ستاسو منظمه مبارزه د دې لامل شوې چې د افغانستان دښمنان د جګړې په ډګر کې ماته وخوري."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.