Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سروې: د پرمختګ په اړه د دولت د ادعا خلاف ښاري خدمات خراب شوي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۹): د ښاروالۍ اړوند د ترسره شوې سروې پایلې په ډاګه کوي چې د ښاروالیو خدمتونه کم شوي، په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ نومرې په وروستۍ نظرپوښتنه کې له ۲.۲ څخه ۲.۱ ته ټيټې شوې دي.

دغه سروې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ ترسره کړې او پایلې يې نن په کابل کې اعلان کړې چې له مخې یې کندهار تر ټولو ډېرې (۶۱ سلنه) او ګردېز تر ټولو لږې (۲۷ سلنه) نومرې ترلاسه کړې دي.

د رونټیا څارونکو ۱۱ ښاروالۍ (د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار، د کاپیسا مرکز محمودراقي، د کندوز مرکز کندوز ښار، د پروان مرکز چاریکار، د بلخ مرکز مزارشریف، د لغمان مرکز مهترلام، د هرات مرکز هرات ښار، د بامیانو مرکز بامیانو ښار، د ننګرهار مرکز جلال اباد، د هېواد پلازمېنې کابل ښار او د پکیتا مرکز ګردېز ښار) په ۱۶ برخو کې ارزولې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو ۱۶ برخو کې د جامدو کثافاتو مدیریت، د اسنادو ثبت او د جوازونو صدور، د چټلو اوبو سیستم، پاکوالی، د واټونو، سړکونو او پلیو لارو جوړول، عمومي پارکونه، د نیالګیو کېنول او شنه فضا، د وسایطو پارکېنګ، د بس د تم ځایونو برابرول، د مالیاتو راټولولو حساب ورکول او روڼتیا، د زېربناوو ساتنه او مراقبت، د شخصي ودانیو د جوړولو معیاري کول، د پاکو ښارونو د لرلو لپاره د خلکو همکاري، اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی، په تصمیم نیونه کې عامه ګډون، خلکو ته حساب ورکول او د شکایتونو اغېزمنتوب شامل دي.

د شفافیت د څار مسوول عزت الله ادیب وویل: ((اووه ښارونه د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۸ کلونو ترمنځ په خپلو اجرااتو کې شاته تللي. چاریکار له ٣.٤ څخه ٢.٨؛ مزار شریف له ٣.٢ څخه ٢.٧؛ هرات له ٣.٢ څخه ٢.٥؛ بامیان له ٢.٧ څخه ٢.١؛ جلال اباد له٢.٩ څخه ٢.١؛ کابل له ٢.٢ څخه ٢.١؛ او ګردېز له ٢ څخه ١.٤ ته شاته تللي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دوو ښارونو (محمودراقي او کندوز) وضعیت تر یوې اندازې مخ پر ښه کېدو دی.

نوموړي روښانه کړه چې محمودراقي په ۱۳۹۶ کال کې ۲،۷ نومرې ترلاسه کړې خو په ۱۳۹۸ کال یې نومرې ۲،۸ ته ډېرې شوې دي. او د کندوز ښار نومرې د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۸ کلونو ترمنځ له ۲،۵ څخه ۲،۷ نومرو ته لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، کندهار او مهترلام ښارونه د یادې سروې په پایله کې لومړۍ درجه کې راغلي او په ۱۳۹۸ کال کې له ټولو پنځو امتیازونو څخه په ترتیب ۳ او ۲.۷ نومرې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د شفافیت د څار دفتر اجرائیوي رییس سید اکرام افضلي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه راپور د هېوادوالو د تېر راپور د کارت پایلې پرتله کړې او پایلې یې وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، په ټولیزه توګه د ۱۳۹۸ کال د سروې پایلې ښيي چې د خدمتونو وړاندې کول د ۱۳۹۶ کال په پرتله بد شوي او ټول موارد د منځني او بد کټګوریو ترمنځ پاتې دي.

افضلي وویل: ((د مدني ټولنې په عنوان زموږ رول د ښاروالۍ د خدمتونو په تړاو د خلکو د نظرونو ټولول دي او دولت په ۱۳۹۴ کال کې ژمنه کړې وه چې د سروې له اطلاعاتو به استفاده کوي او د اړتیا وړ ښه والی به رامنځته کوي... د ناراحتۍ ځای دی چې وینو دولت په تېرو کلونو کې نه دی توانېدلی چې د ښاروالۍ له لارې ښاري حکومتداري ښه کړي.))

هغه زیاته کړه: ((یو هغه لامل چې ښاروالۍ د خلکو حد اقل تمې نه دي پوره کړې، د ښاروالۍ په ضروري چارو لکه د ولسمشر له خوا تشکیل او بودجه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون کې ځنډ او تمرکز دی.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.