ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​پوتين: په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون د سيمې امنيت په ګټه دى

​پوتين: په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون د سيمې امنيت په ګټه دى

author avatar
26 Oct 2020 - 11:26
​پوتين: په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون د سيمې امنيت په ګټه دى
author avatar
26 Oct 2020 - 11:26

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین ويلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون د سیمې د امنیت په ګټه دی او وتل به يې خطرونه رامنځته کړي.

د راپورونو له مخې، پوتين دغه څرګندونې له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې کړې او ويلي يې دي چې مسکو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شتون پلوۍ وه او د امنیت شورا پرېکړه لیک ته یې په دې اړه مثبته رایه ورکړې ده.

هغه زياته کړې، لا هم پر دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا شتون د مسکو له بهرنیو ګټو سره ټکر کې نه دی.

پوتين ويلي: "امریکا چې له افغانستانه د خپلو  ځواکونو د ايستلو لپاره چمتووالى وښود، زموږ رسمي دریځ دا و چې دغه اقدام به د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي، خو زه شخصآ فکر کوم چې دا وتل به ډېر خطرونه رامنځته کړي."

د يادونې ده، له دې مخکې چين او پاکستان هم ويلي چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه بايد مسوولانه ووځي، څو دلته امنيتي خلا رامنځته نه شي.

پوتين دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د تړون له مخې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لړۍ پيل شوې او تر اوسه شاوخوا اووه زره امريکايي سرتېري وتلي دي.

بلخوا د ناټو سرمنشي هم څو ورځې مخکې د دغه سازمان د دفاع وزيرانو غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغانستانه د دغه سازمان د ځواکونو وتل د افغانستان له شرایطو سره تړاو لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.