Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ ولایت کې پر یوه کور د هوان مرمۍ لګیدو له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي

مزارشریف ( پژواک، ۶لړم،۹۹) : ځایي چارواکي وایي چې په بلخ  ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي دي. 

 

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل دلړم په ۶مه، پژواک ته وویل ، دا پېښه  نن د شولګر ولسوالۍ په بودنه کلا سیمه کې رامنځته شوې ده. 

د نوموړي په وینا، د یوې کورنۍ ۷ غړي هغه مهال ووژل شول چې پر کور یې د طالبانو لخوا توغول شوې مرمۍ ولګېده. 

هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د ۳ مېرمنو او ۴ نارینه وو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۱ نارینه ټپي دی، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي. 

خو ځایي خلک بیا وایي چې د هاوان مرمۍ په سیمه کې د مېشتو امنیتي ځواکونو لخوا توغول شوې چې پر یوه کور لګېدلې ده او مرګ ژوبله یې اړولې ده. 

د بودنه کلا سیمې یوه اوسېدونکي محمد آصف پژواک ته وویل چې نن غرمه مهال لومړی په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه. 

هغه زیاته کړه چې تر نیم ساعت جګړې وروسته طالبانو سیمه پرېښوده خو د امنیتي ځواکونو پوستو لخوا د ثقیله وسلو ډزې وشوې. 

نوموړی زیاتوي یوه مرمۍ په سیمه کې د استوګنې پر یوه کور لګېدلې چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې.

د سیمي دغه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې جګړه لومړی طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو په برید پیل کړه. 

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.