ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خلیلزاد ګواښ: د سیاسي جوړ جاړي کړکۍ تل پرانستې نه وي

د خلیلزاد ګواښ: د سیاسي جوړ جاړي کړکۍ تل پرانستې نه وي

author avatar
27 Oct 2020 - 20:26
د خلیلزاد ګواښ: د سیاسي جوړ جاړي کړکۍ تل پرانستې نه وي
author avatar
27 Oct 2020 - 20:26

کابل (پژواک، ۶ لړم ۹۹ ) : د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد خبرداری ورکړی دی چې د سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره فرصت تل نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات لخوا د لړم په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد پرون ناروې ته سفر کړی او له هغه ځایه به بیرته قطر ته ځي.

سرچینې زیاته کړې، خلیلزاد به ناروې کې د افغان سولې په اړه د نړیوالو په همکاریو بحث وکړی.

بلخوا خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: « زه سیمې ته بېرته خواشینی را وګرځېدم، د اورکم د کموالي له ژمنو سره سره بیا هم اور کم نه شو. د سیاسي جوړ جاړي لپاره کړکۍ تل پرانیستې نه وي.»

هغه  د « سیمې ورانکاري» تورن کړي دي چې د افغانانو وینې تویوي، خو هغه د هېڅ یو هېواد او یا کوم کس نوم نه دی یاد کړی.

خلیلزاد لیکلي دي: « افغانان ډېر مري او سیمه ییز ورانکاري افغانان د خپلو نا مشروعو اهدافو لپاره د د بې ارزښته جنګیاليو په توګه کاروي. وینه تویېدل باید ختم شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټېنګار شوی دی چې باید د افغانانو د وینې تویدو د مخنیوي لپاره دواړه خواوې د تاوتریخوالي په کمولو موافقه وکړي چې یو هر اړخیز او دایمي‌اوربند ته لاره پرانیستل شي.

سرچینې زیاته کړې لیلزاد به د ناروي له چارواکو سره د خبرو تر څنګ د قطر له چارواکو او د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکراتي پلاویو سره هم خبرې وکړې چې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې ختمولو لپاره په یوې سیاسي نقشې موافقه وکړي.

خلیلزاد دا سفر په داسې حال کې پیل کړی چې په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ لا د سولې رسمي‌ مذاکرات نه دي پیل شوي او په افغانستان کې جګړو هم زور اخیستی.

نن په خوست او کابل کې د چاودنو او موټر برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.