ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر او قريشي د سولې او وېزو په اړه خبرې کړې دي

اتمر او قريشي د سولې او وېزو په اړه خبرې کړې دي

author avatar
28 Oct 2020 - 16:00
اتمر او قريشي د سولې او وېزو په اړه خبرې کړې دي
author avatar
28 Oct 2020 - 16:00

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٩) : د افغانستان او  پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د افغان سولې پروسې او وېزو په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په اړ خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، اتمر له پاکستان څخه مننه وکړه چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي او د کرونا پر مهال يې له افغانستان او افغانانو سره مرسته کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  دواړو لوريو پر دې هم بحث وکړ چې څه ډول افغانانو ته د پاکستان د وېزو په ورکړه کې نورې اسانتياوې رامنځته شي.

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د پاکستان د وېزو اخيستلو پر مهال ١٢ ښځې مړې شوې وې.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دواړو لوريو د سولې د روانې پروسې په اړه هم خبرې کړي او په دغه برخه کې دپاکستان پر رول هم رڼا واچول شوه.

بلخوا دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي يو ځل بيا ديوه با ثباته او متحد افغانستان ملاتړ وکړ او په ډاګه يې کړه چې دوى د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.