ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تندر قول اردو قوماندان: طالبان د پردیو استخباراتو په اشاره جګړو ته زور ورکړی

د تندر قول اردو قوماندان: طالبان د پردیو استخباراتو په اشاره جګړو ته زور ورکړی

author avatar
28 Oct 2020 - 11:23
د تندر قول اردو قوماندان: طالبان د پردیو استخباراتو په اشاره جګړو ته زور ورکړی
author avatar
28 Oct 2020 - 11:23

ګردېز (پژواک، ٧ لړم ٩٩) : په سوېل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان وايي چې د فعالې دفاع په حالت کې يې د وسله والو طالبانو ګڼ پلانونه شنډ او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې.

 د ۲۰۳ تندر قول اردو سرپرست قوماندان بريد جنرال ګدامحمد دوست دا خبرې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا د ولسي ملاتړ برنامې له لوري د "زما سرتېری، زما اتل" په نوم پروګرام په ترڅ کې وکړې.

په دغه پروګرام کې چې د يادې قول اردو پر مسوولينو او سلګونو سرتېرو سربېره ولايتي چارواکو، ګڼو ځوانانو، فرهنګيانو او شاعرانو هم ګډون کړى و، سرتېري يې وستايل.

ګډونوالو وويل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د ملت سترګې افغان امنيتي ځواکونو ته دي او پر دې اساس يې کلک ملاتړ کوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي د وسله والو طالبانو له خوا د جګړو دوام شرموونکې چاره ياده کړه او ويې ويل، په داسې حال کې چې افغانان د روانې جګړې پر اصليت پوه شوي او د افغانستان او نړۍ ديني عالمانو يې د حراموالي فتوا ورکړې، خلک په ټول توان له افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((وسله والو طالبانو په مذاکراتو کې پر قرآن او سنت د امريکا تړون ته لومړيتوب ورکړ، د افغانستان، مکې معظمې، مدينې منورې، الازهر، مصر، اندونيزيا، بنګله دېش او نورې نړۍ علما کرامو د نظام پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه حرامه وبلله، خو دوی د پرديو د ملايانو حلقه به ګوش دي.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو سرپرست قوماندان بريد جنرال ګدامحمد دوست وويل چې وسله والو طالبانو د پرديو استخباراتو په لارښوونه په هېواد کې د افغانانو پر ضد کورنۍ جګړې ته شدت ورکړی دی.

خو هغه په ډاګه کړه چې که د يرغل امر ورته وشي، په کمه موده کې به د طالبانو تحرکات له منځه يوسي.

دوست پژواک ته وويل چې د فعالې دفاع په حالت کې يې هم د وسله والو طالبانو ګڼ پلانونه شنډ کړي او د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريدونو پر مهال يې ورته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زياته کړه: ((که اعلی سرقوماندان د تعرض اجازه راکړي، مطمين اوسئ چې تر آخري سنګرونو پورې به يې له منځه يوسو او له کومه ځايه چې، راغلي مړي به يې ور وړل شي. د ميرزکې لاره خلاصول زموږ د څو دقيقو کار دی، خو موږ سولې ته په احترام لا هم په فعاله دفاع کې يو.))

د يادې قول اردو يوه سرتېري عبدالکريم پژواک ته وويل، له ماشومامتوبه يې له پوځ سره مينه وه او اوسمهال د هېواد ساتنې لپاره ياده دنده تر سره کوي.

کريم وايي: ((زموږ ټول سربازان د وروڼو په شان ژوند کوو او واقعا په ډېر لوړ مورال د خپلو معصومو خلکو او ګران هېواد ساتنه کوو او دې دندې ته به په پوره مېړانه ادامه ورکوو.))

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې ولايتي مسوول حسن عاکف وويل چې له دې پروګرام څخه يې موخه د دولت او خلکو تر منځ همغږي او ملاتړ زياتول دي.

هغه زياته کړه: ((د ولسي ملاتړ فعاليتونه د دولت او ولس تر منځ د همغږۍ او باور زياتولو موخه لري. امنيتي ځواکونه د نظام ستنې دي او زموږ موخه دا ده چې پوه شي چې ولس له دوی سره څومره مينه لري.))

ولسي ملاتړ تر دې وړاندې په ګردېز کې د امنيتي ځواکونو دوه ورځني انځوريز نندارتون په ګډون بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.