Language

بدخشان کې شل طالبان هوايي برید کې وژل شوي

کابل (پژواک، ۹ لړم ۹۹): د ملي دفاع وزارت وايي چې بدخشان کې د هوايي ځواکونو په یوه برید کې شل طالبان وژل شوي، د هغوی لس مورچې او یوه اندازه مهمات او وسلې له منځه تللي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې دغه هوايي برید تېره ورځ د بدخشان په یفتل بالا ولسوالۍ کې شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي: ((د هېواد هوايي ځواکونو د طالبانو د راټولېدنې یو محل چې د ترهګریزو بریدونو په طرحه کولو بوخت وو، په یفتل بالا ولسوالۍ کې په نښه کړ چې په پایله کې یې شل طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.))

د سرچینې له مخې، په دغه برید کې ګڼې وسلې، مهمات او د طالبانو درې مهمې مورچې هم له منځه تللي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.