ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر به د بین الافغاني مذاکراتو د اسانتیا رامنځته کوونکي رول لوبوي

قطر به د بین الافغاني مذاکراتو د اسانتیا رامنځته کوونکي رول لوبوي

author avatar
30 Oct 2020 - 16:33
قطر به د بین الافغاني مذاکراتو د اسانتیا رامنځته کوونکي رول لوبوي
author avatar
30 Oct 2020 - 16:33

کابل (پژواک، ۹ لړم ۹۹): د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي وايي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د اسانتیا رامنځته کوونکي په توګه د قطر پر رول هوکړه شوې ده.

بین الافغاني مذاکرات د روان کال د وږي په ۲۲مه د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوي خو له هغه تر اوسه یې کومه ملموسه پایله نه ده ورکړې.

د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوي یوه غړي د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې د اسانتیا رامنځته کوونکي په توګه د قطر پر رول هوکړې ته رسېدلي او له دې وروسته به د قطر دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ یوازې پیغامونه تبادله کوي.

هغه زیاته کړه چې قطریانو تر اوسه پورې له مرکچي پلاوو سره څو ناستې کړې خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

یوې بلې سرچینې وویل چې ښايي دغه موضوع ډېر ژر په رسمي ډول تایید او اعلان شي.

د یادونې ده، له دې مخکې د مرکچي پلاوو ترمنځ له منځګړي اړخ سره مخالفت شوی و.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې پر اساس د مذاکراتو مخکې وړل او د حنفي فقهي له مخې د احتمالي اختلافاتو حل، د دواړو خواوو ترمنخ اختلافي موارد دي چې اوسه لا حل شوي نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.