ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولې نړۍ د کرونا ٥٥ سلنه ناروغان په امريکا، هند او برازيل کې دي

د ټولې نړۍ د کرونا ٥٥ سلنه ناروغان په امريکا، هند او برازيل کې دي

author avatar
31 Oct 2020 - 14:49
د ټولې نړۍ د کرونا ٥٥ سلنه ناروغان په امريکا، هند او برازيل کې دي
author avatar
31 Oct 2020 - 14:49

کابل (پژواک، ١٠ لړم ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر  نږدې ٤٦ ميليونو کسانو ته رسېدلی چې شاوخوا ٥٥ سلنه يې يواځې په امريکا، هند او برازيل کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو  په ځينو هېوادونو کې يې دويم پړاو پيل شوى دی.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر  نږدې ٤٦ ميليونو کسانو ته رسېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٣٣ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او يو ميليون ١٩٤زره کسان مړه شوي دي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچينې ويلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه يې د روغتیا په منځني حالت او يو سلنه يې په سخت حال کې دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د ټولې نړۍ د ناروغانو شاوخوا ٥٥ سلنه يې په امريکا، هندوستان او برازيل کې دي.

دغه ويروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر څه باندې نهه ميليونو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ٢٥ سلنه جوړوي.

دغه راز په امريکا کې ٢٣٥زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امريکا وروسته هندوستان له کرونا ډېر ځپل شوى دى، هلته اته نيم ميليونه کسان پرې اخته او  ١٢١ زره کسان مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درېيم هېواد دى چې له کرونا ډېر ځپل شوى، هلته ٥ ميليونه او ٥٢٠زره کسان پر کرونا اخته او ١٥٩زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو، کولمبيا، مسکيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٤١زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٥٦٢ کسان مړه او څه باندې ٣٤ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.