ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او امريکا د سولې خبرو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه خبرې وکړې

افغانستان او امريکا د سولې خبرو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه خبرې وکړې

author avatar
1 Nov 2020 - 11:34
افغانستان او امريکا د سولې خبرو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه خبرې وکړې
author avatar
1 Nov 2020 - 11:34

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر د امريکا له سرپرست سفير سره د افغانستان د وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو، د سولې خبرو اترو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د لړم په ١١مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیر او سرپرست روز ویلسون سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ستراتېژیکو اړیکو په یادونې سربېره، په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان له دولت سره د هغه هېواد د دوامدارو مرستو او ملاتړ او له افغان سولې بهیر څخه د هغه هېواد د ملاتړ له امله مننه وکړه او دواړو لورو په دې هکله مفصلې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز دواړو لورو د افغانستان د وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو، د سولې خبرو اترو پر وړاندې د پرتو خنډونو، د دې بهیر د بریاليتوب لپاره د سیمه يیز او نړیوال ملاتړ پر ارزښت او د کابل او واشنګټن تر منځ د همکاریو د پياوړتیا په هکله خبرې وکړې او له یو بل سره یې نظریات شریک کړل.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په پای کې حنيف اتمر په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو برخه کې، د افغانستان له خلکو او دولت سره د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ مهم وباله.

سرچينې زياته کړې، روز ویلسون هم اتمر ته له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ او همکاریو ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.