کندوز ښار (پژواک، ۱۱ لړم ۹۹) : په تخار ولایت کې د اوومې سرحدي لوا قوماندان برید جنرال ودود خان نجرابي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
په شمال ختیځ کې د ۲۰۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برید جنرال محمد علي یزداني د لړم په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن ماښام د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کې شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د تخار ولایت داوومې سرحدي لوا قوماندان برید جنرال ودود خان له دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
وسله والو طالبانوددې چاودنې مسوولیت اخیستی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP