ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح : د پاکستان سفارت دې د ورکوونکو ورځنيو وېزو شمېر مشخص کړي

صالح : د پاکستان سفارت دې د ورکوونکو ورځنيو وېزو شمېر مشخص کړي

author avatar
1 Nov 2020 - 15:01
صالح : د پاکستان سفارت دې د ورکوونکو ورځنيو وېزو شمېر مشخص کړي
author avatar
1 Nov 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د کابل دامنيت په تړاو ناسته کې ويلي چې د پاکستان وېزو د ګڼې ګوڼې ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

صالح ته چې د روان لمريز کال د تلې له ٢٦مه نېټې څخه د کابل د امنيت چارې سپارل شوې دي، هر سهار له مسوولينو سره په دې تړاو غونډې کوي.

هغه نن د لړم په ١١ مه، په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې نن سهار په شپږ نيمو بجو يې د کابل د امنيت په تړاو ديارلسمه ناسته ترسره کړه او د کابل دامنيت ترڅنګ يې د پاکستان د وېزو په تړاو هم بحثونه وکړل.

د ولسمشر لومړي مرستيال ليکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې د پاکستان له سفارت څخه وغواړي چې د هغو وېزو شمېر مشخص کړي چې دا هېواد يې په ورځني ډول افغانانو ته ورکوي.

ده زياته کړې : " موږ غواړو د وېزو غوښتونکو ترمنځ یو نظم رامنځته کړو او خلک مو له موجوده کشمکش او عذاب څخه خلاص شي. د وېزو د غوښتونکو د مدیریت لپاره موږ ډېرې نورې انساني اوسمې تګلارې لرو. "

که څه هم د پاکستان سفارت تر اوسه د امرالله صالح د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټويټر کې ليکلي و، چې تر کرونا وروسته يې کله د وېزو د ورکړې لړۍ پيل کړه، نو په پنځو ورځو کې يې ١٨ زره وېزې افغانانو ته ورکړې دي.

بلخوا دپاکستان سفير منصور احمد درې اوونۍ مخکې په ټويټر کې ليکلي و، چې په يوه ورځ کې يې په کابل کې ٢٠٥٩ افغانانو ته وېزې ورکړې دي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د لړم په پنځمه د کابل د امنيت په نهمه غونډه کې امر الله صالح ويلي و،  چې د پاکستان سفارت مخې ته د وېزو د ترلاسه کوونکو د ګڼې ګوڼې موضوع په دقيقه توګه وارزول شوه.

هغه زياته کړې وه:" د پاکستان د سفارت مخې ته هغه کمېشنکاران چې له خلکو سره غير انساني چلند کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې، ډېر ژر به تر پېژندلو وروسته د قانون منګلو ته وسپارل شي. "

د نوموړي په وينا، ددې ستونزې د هوارولو په تړاو به ډېر ژر معلومات له خلکو سره شريک شي.

د سليمان په نوم يو افغان محصل چې نن د وېزې اخيستو لپاره د پاکستان سفارت ته تللى و، پژواک اژانس ته وويل چې شاوخوا ٦٠ محصلين له تېرې يوې اوونۍ راهيسې هره ورځ سفارت ته ورځي، خو وېزې نه شي ترلاسه کولى.

هغه زياته کړه، د محصلينو لپاره ځانګړې شوې کړکۍ کې هم هغه خلک درول کېږي چې پوليسو ور څخه پيسې اخيستې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.