کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام محکوم کړ او دا جګړه یې د اسلامي شریعت ضد او ناروا وبلله.
د دغه وزارت له خوا د لړم په ١٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده اسلامي ټولنه د ماليزيا له سترو او معتبرو اسلامي ټولنو څخه شمېرل کيږي.
سرچينې زياته کړې چې دې ټولنې په کوالالمپور ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت ته د یو لیک له لارې، غوښتنه کړې چې د افغانستان ناورین ته باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
دوى په افغانستان کې روانه جګړه او تاوريخوالى غندلى او دا يې د اسلامي شريعت ضد او ناروا بللې ده.
په دې مکتوب ليکل شوي، چې دا ټولنه په اسلامي هېوادونو کې د يووالي، سولې، اقتصاد، سوداګريزو اړيکو او پانګونې په برخو کې کار کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوست او ورور هېواد مالیزیا جمهوریت د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې د څرګندونو او اعلامیې له خپرولو او د دې اسلامي سازمان له سوله غوښتونکي اقدام څخه مننه کوي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي کمول او د بېړني اوربند اعلان د افغانستان د دولت او خلکو برحقه غوښتنه ده او د سولې د روانو خبرو اترو د بریالیتوب او په هېواد کې د دایمې سولې او ټیکاو لپاره اړینه او حیاتي چاره ده.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د بنګله دېش هېواد علماوو او مشايخو هم د افغانستان روانه جګړه نا روا بللې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن